د اوبو او انرژي وزارت د رهبري ناسته د دې وزارت د یو شمېر مهمو موضوعاتو د څېړلو په هکله ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۹ - ۱۴:۵
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور تر رهبري لاندې د دې وزارت د عمومي رئيسانو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې، د دې وزارت د اړوندو فعالیتونو د یو شمېر مهمو اداري او تخنیکي موضوعاتو په ځانګړې توګه په کابل ښار کې د غیر الکولي مشروباتو او معدني اوبو شرکتونو ته د اجازه لیک په هکله بحث او د اندونو تبادله ترسره شوه.

د ناستې په بهیر کې عمومي رئيسانو د کابل ښار د اوبو د مدیریت په برخه کې خپلې کړنې د وزارت د رهبري له مقام سره شریکې کړې.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د یادو موضوعاتو او د رئيسانو د اندونو تر هر اړخیزې څېړنې وروسته، اړین تصمیمونه ونیول او د چارو پر ښه والي باندې يې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۶:۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د دوو کانالونو د رغونې چارې د ۲۱ نیم میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۸ هـ ل

د پکتیکا ولایت په یوسف‌خېلو او زیړوک ولسوالیو کې د ملخ او زیړوک اوبولګولو کانالونو د رغونې چارې د ۲۱ نیم میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

ملخ کانال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۱۲هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۷ هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست تخنیکي ټیم د یاد ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۸:۳۹
Background image

د اوبو او انرژي وزارت په رهبري ناسته کې پر یو شمېر اړینو موضوعاتو باندې خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۷/هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲ هـ ش

د اوبو او انرژي وزارت د رهبري ناسته د دغه وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب تر رهبري لاندې د وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن. . .

بیرته تګ

User account menu