د اوبو او انرژي وزارت د رهبري ناسته ترسره شوه

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۳:۵۲
۱

د اوبو او انرژي وزارت د رهبري ناسته د وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر رهبري لاندې د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب، د وزارت مقام د سلاکارانو، عمومي رئيسانو او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې نن، یکشنبه، د ۱۴۰۴ هـ ل کال د  لیندۍ میاشتې په ۲ نېټه د وزارت مقام د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د وزارت اړوند بېلابېلو تخنیکي او اداري فعالیتونو په ځانګړې توګه د عادي او پراختیایي بودجې د لګښت، په ولایتونو کې د وزارت اړوند ملکیتونو د تثبیت او ورڅخه د ګټې اخیستنې د څرنګوالي په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د ناستې په بهیر کې اړوندو رئيسانو د تخنیکي، مالي، تدارکاتي او پروژو پلي کولو د پرمختګونو په برخه کې خپل راپورونه وړاندې کړل.

د اوبو محترم معین د راپورونو تر اورېدلو وروسته، د پروژو د وضعیت د پرمختګ او عادي او پراختیایي بودجې د څرنګوالي په ارزولو سره، د چارو د چټکتیا او کاري بهیر د غوره‌والي په هکله اړوندو مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu