د اوبو او انرژي وزارت د رهبري غونډه د ځینو اداري او تخنیکي مسایلو د څېړنې په موخه ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۵ - ۱۶:۲۳
1

 یاده غونډه د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلی ملا عبداللطیف منصور،  د انرژي معین ښاغلي ملا محمد عېسی ثاني ،  د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده او د عمومې رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د دې وزارت د دوو پروژو مالي مسایلو د څېړلو ، د سروې او ډېزاین ریاست د څلور قلمه د نه استعمال وړ اجناسو، د بندونو د موډلینګ کولو د وسایلو څېړل او د اوبو څېړنیزو لابراتوارونو په فعالولو باندې بحث او د نظر تباله وشوه.

د دې غونډې په ترځ کې اړوند مسئولینو د یادو موضوعاتو په اړه د اړتیا وړ معلومات د اوبو او انرژي وزارت محترم مقام سره شریک کړل. د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر اړوند مسئولینو ته د اړتیا وړ لارښوونې وکړې او یادو مسئولینو ته یې دنده وسپارله، تر څو د دې موضوعاتو بېلابېل اړخونه وڅېړې او خپل وروستی راپور د وزارت رهبري مقام ته وسپاري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu