د اوبو او انرژي وزارت د تدارکاتو ریاست تدارکاتي سلاکار خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شو

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۹ - ۱۵:۴۹
1

ښاغلی قاري انجنیر محمد جمیل سحیقي، د اوبو او انرژي وزارت د تدارکاتو ریاست د تدارکاتي سلاکار په توګه په داسې حال کې چې د اوبو او انرژي وزارت یو شمېر رئیسانو شتون درلود، د دغه وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي ملا اسدالله کاکړ له لوري همکارانو ته ور وپېژندل شو.

ښاغلي کاکړ د یاد سلاکار د معرفي کولو پر مهال دده د تجربو او کارنامو په نیکي سره یادونه وکړه او ویې ویل چې دی د وزارت د رهبري مقام د لزوم دید پر بنسټ  ګمارل شوی دی.

د یادولو وړ ده چې ښاغلي سحیقي ۲۵ کاله په مختلفو ادارو کې دنده ترسره کړې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۰:۲
Background image

غزني ولایت کې د مسلم کټوازی پارک چارې ۳۰٪ بشپړې شوې دي.

د غزني ولایت اندړو ولسوالي سردې بند سواحلو کې د خصوصي پانګوال جمال مسلم له لوري د مسلم کټوازی پارک د جوړېدو چارې ۳۰٪ بشپړې شوې.

د یادې پروژې چارې د اوبو او انرژي ریاست ترڅارنې لاندې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۴:۲۱
Background image

د کندهار ولایت د اوبو او انرژي رئیس د یونیسکو مؤسسې له مسؤلینو سره ناسته وکړه.

 د کندهار ولایت د اوبو او انرژي رئیس محترم ملا سید محمد شرافت د یونیسکو مؤسسې له مرکزي مسؤلینو سره په یاد ولایت کې د روانو پروژو د چارو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه، د یادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۰:۴۵
Background image

د سمنګان ولایت اسپندسای ذخیروي بند څخه لیدنه ترسره شوه.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو تأسیساتو د حفظ او مراقبت ریاست تخنیکي ټيم د سمنګان ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم په ملتیا د اسپندسای ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه، او اړوندو مسؤلینو. . .

بیرته تګ

User account menu