د اوبو او انرژي وزارت د اوبو په معینیت کې د سترو قراردادونو د څېړنې ناسته ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۳ - ۱۴:۲۴
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د وزارتونو د معینانو او اړوندو ادارو د استازو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې په هلمند ولایت کې د کجکي بند او په دایکندي ولایت کې د سوختک بند پروژې چې د اوبو او انرژي وزارت پورې اړوند دي او د کلیو پراختیا وزارت د یو شمېر پروژو په هکله بحث او د اندونو تبادله ترسره شوه او تر هر اړخیزو څېړنو وروسته، اړین تصمیمونه ونیول شول.

د یادولو وړ ده، چې یاد پلاوی د افغانستان اسلامي امارت د کابینې له لوري ټاکل شوی، ترڅو ټول ستر قراردادونه تر څېړنې او مطالعې لاندې ونیسي او په پای کې د خپلې څېړنې پایلې په یوه بشپړ راپور کې د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي کمیسیون ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu