د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د ۷۷ ترکي شرکت له مسؤلینو سره د همغږي ناسته ترسره کړه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۱ - ۱۵:۷
1

په یاده ناسته کې د سروبي ۲ برېښنا بند د تخنیکي مطالعاتو د ترسره کولو او د کجکي بند د دوهم فاز د دوهمې څانګې پروژې پلي کولو په هکله چې د یاد بند د پرچاوې او د دروازو نصبول پکې شامل دي، بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د یاد شرکت مسؤلینو د افغانستان د اقتصادي ودې او  پراختیا لپاره د پانګونې د زمینې د چمتووالي څخه خوښۍ څرګنده کړه او ویې ویل چې ۷۷ شرکت هوډ لري، چې په افغانستان کې د اوبو او لمریزې برېښنا انرژي پروژو د تولید په برخه کې  خپلې پانګونې ته پراختیا ورکړي.

 په دې لیدنه کې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده یادونه وکړه، چې په اوسنيو شرایطو کې د برېښنا نشتوالی په افغانستان کې د شرکتونو او فابریکو یو له مهمو ستونزو څخه ده. د اوبو معین د ۷۷ ترکي شرکت له مسؤلینو څخه و غوښتل، چې په دې برخه کې دې خپلې همکاري زیاته کړي او همدارنګه د نورو بهرنیو پانګوالو د پام د جلبولو په برخه کې هم له اوبو او انرژي وزارت سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

بیرته تګ

User account menu