د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د پروژو د خدمتونو په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان د دفتر( UNOPS)  له استازي سره وکتل

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۷ - ۱۴:۲۱
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د پروژو د خدمتونو په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان د دفتر ( UNOPS)  له استازي ښاغلي وفي الله سیدي سره وکتل او د اوبو او انرژي وزارت او د یاد دفتر ترمنځ یې د اړینو همکاریو او همغږيو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.

په یاده لیدنه کې، د UNOPS د دفتر استازي د ټولګټو پروژو په برخه کې د خپلو فعالیتونو په هکله معلومات وړاندې کړل او د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو لپاره یې خپله لېولتیا څرکنده کړه.

د اوبو ښاغلي معین د یاد دفتر له لېوالتیا څخه هر کلی وکړ او د یاد دفتر استازي ته یې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په برخه کې د یاد معینیت د همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

بیرته تګ

User account menu