د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د ننګرهار پوهنتون د انجنیري پوهنځي له رئيس او ښوونکو سره وکتل

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۳ - ۱۱:۴۴
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کاري سفر په دوام د ننګرهار پوهنتون د انجنیري پوهنځي له رئيس او ښوونکو سره وکتل او د یاد پوهنځي د ښوونکو ، زده کړیالانو او د اوبو او انرژي وزارت ترمنځ پر ګډې همکاري باندې بحث او د نظر تبادله وکړه.

په یاده لیدنه کې، د انجنیري پوهنځي رئيس او ښوونکو د اوبو له ښاغلي معین څخه وغوښتل چې د یاد پوهنځي د ښوونکو ، زده کړیالانو او د اوبو او انرژي وزارت ترمنځ ګډه همکاري رامنځته شي، ترڅو د یاد وزارت په اډانه کې زده کړیالانو ته د عملي او څېړنیزو زده کړو زمینه برابره شي.

په ورته مهال، د اوبو ښاغلي معین له دوی سره د هر راز همکاري ژمنه وکړه او له ښوونکو څخه یې وغوښتل چې له دوی سره خپلې تخنیکي او مسلکي مشورې شریکې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu