د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د فرزې له ولسوال سره په هغې ولسوالي کې د اوبو د پروژو په هکله خبرې وکړې

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۴:۳۱
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د فرزې له ولسوال محترم محمد عثمان او د هغې ولسوالي له یو شمېر مشرانو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د فرزې ولسوال او مشرانو  د هغې ولسوالي د خلکو وړاندیزونه د اوبو له معین سره شریک کړل او د اوبو  د پروژو د پلي کولو په ځانګړې توګه د هغې ولسوالي په سلیم خان درې کې د اوبو بند د جوړولو غوښتنه وکړه.

د اوبو محترم معین د فرزې ولسوال او مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د دغه وزارت له لوري به په راتلونکي کې شته امکاناتو ته په کتو سره د هغوی وړاندیزونو او غوښتونو ته رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۵۸
Background image

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې چارې ۴۸ سلنه بشپړې شوې دي

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۲۶
Background image

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئيس د فاریاب ولایت له یو شمېر سپین ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالي له یو شمېر سپین ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل او د هغوی د ټولنیزو ستونزو د هوارولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۱۱
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کاریز د کانال پروژې چارې ۲۰ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبیر او ورسره مل تخنیکي ټیم وزیر کلا د کاریز د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu