د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د زولرستان تولیدي شرکت له مسؤلینو سره وکتل

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۸ - ۱۳:۲۸
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم ملا عبدالقاهر ادریس د خپل کار په دفتر کې د زولرستان تولیدي شرکت له استازو سره وکتل او په کندهار ولایت کې یې له لمریزې انرژي څخه د برېښنا د تولید په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په یاده لیدنه کې، د نوموړي شرکت استازو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د اوبو او انرژي وزارت د انرژي له معین سره شریک کړل او په هېواد کې یې د لمریزې برېښنا د تولید په پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړه.

د انرژي محترم معین د زولرستان شرکت د استازو د اندونو او وړاندیزونو تر اورېدلو وروسته، د هغوی د ستونزو د هوارولو په برخه کې د همکاري ژمنه وکړه او په هېواد کې یې د لمریزې برېښنا د تولید په پروژو کې د پانګونې پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu