د اوبو او انرژي وزارت دوه تنه رئیسان په خپلو نویو دندو کې خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شول

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۱۶:۲۰
1

محترم مولوي عزیزالله "سهار" چې له دې مخکي یې په دغه وزارت کې د پلټنې د رئیس په توګه دنده ترسره کوله، اوس د پایداري انرژي د عمومي رئیس په توګه او محترم مصطفی "منصور" چې له دې مخکي یې د برېښنا مارکیټ د تجارتي رئیس په توګه دنده ترسره کوله اوس د  اوبو او اونرژي وزارت مقام د رهبري د لزوم دید پر بنسټ د انرژي د مثمریت د رئیس په توګه وټاکل شول او خپلو همکارانو ته وروپېژندل شول.

د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئیس محترم قاري محمد عبدالعزیز "عزیز" د دغو رئیسانو د ورپېژندلو پر مهال په ادارو کې ادلون، بدلون یو اصل وباله او په مخکنیو دندو کې د یادو رئیسانو کړنې او فعالیتونه یې د ستاینې وړ وبلل.

د یادولو وړ ده، چې نوموړو رئیسانو د اسلامي امارت په اډانه کې په بېلابېلو علمي، ټولنیزو او جهادي برخو کې د فعالیتونو او دندو ترسره کولو برسېره د اوبو او انرژي په وزارت کې هم په خپلو پخوانیو دندو کې ښې او د قدر وړ کارنامې ثبت کړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۸
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارزګان له والي سره د پراختیایي پروژو په اړه لیدنه او خبرې وکړې

 ۱۴۴۸/۴/۱۳هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۴هـ ل

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب په خپل کاري دفتر کې د ارزګان ولایت له والي محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي صاحب سره لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

بیرته تګ

User account menu