د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي پلاوي د دایکندي له والي سره وکتل

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۶ - ۹:۴۴
1

د اوبو او انرژي وزارت، د افغانستان برېښنا شرکت او ملي تدارکاتو ګډ پلاوی چې دایکندي ولایت ته د سوختوک برېښنا بند د ستونزو د څېړلو په موخه سفر کړی، د دغه ولایت له والي ښاغلي حاجي عبید سره وکتل.

په یاده لیدنه کې، د دغه ولایت والي په نیلي ښار کې د اوبو او برېښنا د کمښت ستونزه او د سوختوک برېښنا بند پراختیا له یاد تخنیکي پلاوي سره شریکه کړه.

په ورته مهال، د یاد تخنیکي پلاوي مشر ښاغلي عبدالغفور عمري په دې لیدنه کې وویل چې د سوختوک برېښنا بند د ستونزو د څېړلو په موخه یې دایکندي ولایت سفر کړی او یادونه یې وکړه چې په دې ولایت کې د اوبو او برېښنا د کمښت ستونزه به د اوبو او انرژي وزارت له رهبري سره شریکه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu