د اوبو او انرژي وزارت او د عوفي بهرام شرکت ترمنځ د لمریزې برېښنا د دریو پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک شول

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۱۳:۳۶
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د عوفي بهرام د کانونو را اېستلو او پروسس شرکت له رئيس محترم حاجي پهلوان سره د کابو ۲۵ میلیونه ډالرو په ټولیز ارزښت په پکتیکا، ارزګان او فراه ولایتونو کې د لمریزې برېښنا د دریو پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغو هوکړه لیکونو په لاسلیک غونډه کې د اوبو او انرژي حیاتي پروژو ته په اشارې سره وویل چې له نېکمرغه دغه وزارت په دواړو سکتورونو کې د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي او د اوبو د مدیریت او د انرژي د پراختیا په برخه کې ښې لاسته راوړنې لري.

په ورته مهال، د عوفي بهرام شرکت مرستیال محترم حاجي نورالله د دغې غونډې په بهیر کې په ټاکلي وخت او ښه کیفیت سره د پروژو د چارو په ترسره کولو کې ژمنه وکړه او زیاته یې کړه، چې مونږ هڅه کوو چې نورو پانګوالو ته هم په افغانستان کې د پانګونې لپاره بلنه ورکړو.

د یادونې وړ ده، چې د دغو پروژو په پلي کولو سره په ټوله کې ۸میګاواټه لمریزه برېښنا یعني ۲ میګاواټه په پکتیکا، ۳ میګاواټه په ارزګان او ۳ میګاواټه په فراه ولایت کې تولید کېږي چې زرګونه کورنۍ به ورڅخه برخمنې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu