د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په یوه لویه ولسي غونډه کې ګډون وکړ.

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۹ - ۱۰:۴
1

د افغانستان د اسلامي امارت د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف "منصور" تېره ورځ په پکتیا ولایت کې په هغه لویه ولسي غونډه کې ګډون وکړ چې ګڼ شمېر قومي مخورو، جهادي شخصیتونو او ځوانانو په کې برخه اخیستې وه.

په یاده غونډه کې دغو خلکو د افغانستان د اسلامي امارت څخه د خپل هراړخیز ملاتړ څرګندولو تر څنګ په هیواد کې د ډاډمن امنیت او روانو پرمختیایي چارو ستاینه وکړه او د اوبو او انرژي سرپرست څخه یې د لا زیاتو ودانیزو پروژو د پیل غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په خپل وار سره د اشغالګرو په وړاندې له مجاهدینو سره د دوی د هر اړخیزو مرستو او قربانیو ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د اوبو او انرژي وزارت به د شته امکاناتو او متوازن انکشاف په چوکاټ کې د اوبو او برېښنا په برخه کې په دغه ولایت کې لا زیاتې پروژې پیل کړي.

غونډه د ګران هیواد د ابادي او سمسورتیا په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu