د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په لغمان ولایت کې د شاهي کانال پروژې د کار له پرمختګ څخه لیدنه وکړه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۳:۴۳
1

د اوبو او نرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور او ور سره مل د لغمان والي محترم شیخ شیراحمد حقاني په الینګار ولسوالي کې د شاهي کانال پروژې د کار  له پرمختګ څخه لیدنه وکړه.

اوسمهال په سیمه کې  د نوموړې پروژې د لومړۍ برخې چارې ښې روانې دي او په ټوله کې کابو ۶ سلنه پرمخ تللې دي.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې د چارو د چټکتیا پر اړتیا، د پروژې د غوره کیفیت او پر وخت باندې د چارو پر بشپړېدو باندې ټینګار وکړ.

ښاغلي منصور د دغې پروژې د حیاتي ارزښت یادونه وکړه او د قراردادي شرکت له مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې د پروژې چارې چټکۍ کړي.

د یادونې وړ ده، چې شاهي کانال په دوو فازونو کې طراحي شوی او په ټوله کې ۷۰ کیلو متر اوږدوالی لري، او د چارو تر بشپرېدو وروسته کابو ۲۰ زره هکتاره ځمکه خړوبوي.

د دغې پروژې لومړی فاز ۳۰ کیلو متره اوږدوالی لري او په څلورو برخو کې ترسره کېږي چې لومړی فاز یې ۶.۶ کیلو متره دی او تر بشپړېدو وروسته، پنځه زره هکتاره ځمکه به خړوبه کړي.

دغه پروژه د هېواد د اوبو مدیریت  او د کرنې د پراختیا په برخه کې د اوبو او انرژي وزارت یو له مهمو پروژو څخه ګڼل کېږي.

له بلې خوا، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور په یوه بېله ناسته کې د لغمان له والي محترم شیخ شیراحمد حقاني او د دغه ولایت د اوبو او انرژي له رئيس سره په نوموړي ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر بلخ ولایت کې د آمو سیند له زیانمنو شوو سیمو څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې چې د بلخ مرستیال والي محترم ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

بیرته تګ

User account menu