د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په افغانستان کې د ملګروملتونو (یو، این، ډي، پي) سازمان د پراختیا او پرمختګ برنامې له مسؤل سره د اوبو او انرژي په پروژو کې د همغږي او پراختیا د همکاریو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۳:۳۷
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور په افغانستان کې د ملګروملتونو(یو، این، ډي، پي) سازمان د پراختیا او پرمختګ برنامې له مسؤل ښاغلي استیفین او د دغه بنسټ له یو شمېر نورو مسؤلینو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په هېواد کې د اوبو او انرژي د پروژو حیاتي ارزښت ته په اشارې سره وویل، چې په اوسنیو شرایطو کې په هېواد کې د اوبو د مدیریت او  د انرژي د پراختیايي پروژو پلي کول د افغانستان د خلکو تر ټولو اړینه اړتیا ده.

ښاغلي منصور ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د ټولو نړیوالو او بشري حقونو بنسټونو څخه تمه ده، چې نه یوازې په ژمنه بلکې په عمل کې د افغانستان له خلکو سره د انرژي د پراختیا او د اوبو رسولو د پروژو په برخه کې مرسته وکړي.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د کابل- پنجشیر د اوبو لېږد پروژې ته په اشارې سره د نوموړې برنامې مسؤلینو ته وړاندیز وکړ، چې د دغې پروژې د تمویل په برخه کې د اوبو او انرژي له وزارت سره همکاري وکړي؛ ځکه چې دغه پروژه د کابل ښار د اوسېدونکو لپاره حیاتي ده او د پلي کولو زمینه یې هم له هره پلوه چمتو ده.

په ورته مهال، د وزارت د رهبري مقام یادونه وکړه، چې د نوې کېدو وړ انرژي د پروژو د پلي کولو په برخه کې ټاکل شوې ده، چې له ټولو اړوندو بنسټونو څخه یوه ګډه کمېټه رامنځته شي چې په رامنځته کولو کې به یې په دې برخه کې اړینې آسانتیاوې چمتو شي.

همدغه راز، د نوموړې برنامې مسؤل هم په افغانستان کې د اوبو او انرژي په برخه کې د ټولګټو پروژو په برخه کې د خپلو کړنو په هکله معلومات وړاندې کړل او د اوبو او انرژي له وزارت سره یې د خپلو همکاریو د پراختیا په برخه کې ژمنه وکړه. هغه همدارنګه د نوې کېدو وړ انرژي د کمېټې لپاره د تخنیکي او مالي همکاریو په ترسره کولو کې هم ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۲۳
Background image

پکتیا ولایت کې د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي او ورسره مل تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي اړوند د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۱:۳۵
Background image

د اوبو او انرژي وزیر تخار ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژې د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې چې د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۸:۵۸
Background image

لوګر سیندیزه فرعي حوزه کې د اوبو د تنظیم، ساتنې او د ځمکې لاندې اوبو د غیر قانوني را ایستلو د مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبیر تر مشري لاندې د ژورو څاګانو د کېندونکو او د برمو د مالکینو په شتون کې ترسره او پکې د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د کمېدو، د. . .

بیرته تګ

User account menu