د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په افغانستان کې د ترکیې هېواد د مؤسیات سوداګرو د ټولنې له استازي سره وکتل

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۸ - ۱۶:۰
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، په افغانستان کې د ترکیې هېواد د مؤسیات سوداګرو د ټولنې له استازي محترم فاتح چایه باتمز او د یادې ټولنې له غړي محترم عمر ایلدریم سره وکتل او د اوبو، ګازو او ډبرو سکرو څخه د برېښنا انرژي د تولید په پروژو کې د پانګونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په یاده کتنه کې، د نوموړې ټولنې استازي د اوبو، ګازو او ډبرو سکرو څخه د برېښنا انرژي د تولید په پروژو کې د پانګونې لیوالتیا څرګنده کړه او په دې برخه کې یې د اوبو او انرژي وزارت له رهبري څخه د همکاري غوښتنه وکړه.

په عین حال کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په افغانستان کې د ترکي پانګه والو د رغنده کارکردګیو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د اوبو او انرژي وزارت رهبري مقام د برېښنا انرژي د تولید په برخه کې د پانګونې د زمینې په برابرولو کې هر ډول همکاري ته چمتو دی.

د یادې کتنې په پای کې هوکړه وشوه، چې د دواړو لورو تخنیکي ټیمونه دې د پروژو د تخنیکي موضوعاتو په هکله د بحث او خبرو اترو په موخه لیدنې ترسره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu