د اوبو او انرژي سرپرست وزیر له دوو تنو پروفیسورانو او د ترکي شرکتونو د یوې ډلې له استازو سره د انرژي په پروژو کې د پانګونې په هکله خبرې وکړې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۶:۵
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د استانبول جرام پاشا پوهنتون له دوو پروفیسورانو او د ترکي شرکتونو د یوې ډلې له استازو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، پروفیسورانو او د ترکي شرکتونو د ډلو استازو په افغانستان کې د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده او یادونه یې وکړه، چې لېواله دي؛ ترڅو د انجنیرانو او د افغان زده کوونکو د تخنیکي وړتیا په لوړولو کې هم همکاري وکړي.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په افغانستان کې د پانګونې لپاره د زمینې د چمتو کېدو او د اوبو د مدیریت او د انرژي د پراختیا لپاره د کافي  شته سرچینو په هکله هغوی ته ډاډ ورکړ، او ټینګار یې وکړ، چې دغه وزارت به د خپل پنځه کلن پلان سره سم په دواړو سکتورونو کې له هغوی سره مشخصي پروژې شریکې کړي، ترڅو د لېوالتیا په صورت کې   پانګونه ورباندې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu