د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د یوه هالنډي شرکت له مسؤلینو سره د ځمکې له تودخې څخه د برېښنا د تولید په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۶:۱۷
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د تي، وي، سي – یونایټید شرکت له مسؤلینو سره وکتل او د انرژي د تولید په پروژو کې د پانګونې په هکله خبرې، اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې، د نوموړي شرکت مسؤلینو وویل، ليواله دي چې له نوي ټکنالوژيو څخه په ګټې اخیستنې سره د ځمکې د تودخې له سرچینې څخه د برېښنا د تولید په پروژه کې پانګونه وکړي.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړي شرکت د مسؤلینو د لېوالتیا هرکلي وکړ او له دوی ته یې  د دغه وزارت د همکاري په هکله ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ، چې د پانګونې لپاره د زمینې د چمتو کولو او د پروژې د پلي کولو په موخه دې د وزارت له تخنیکي ټیم سره اړینې ارزونې ترسره کړي؛ د اړینو ارزونو او هوکړو د ترسره کولو وروسته به د دواړو لورو ترمنځ د همکاري هوکړه لیک لاسلیک شي؛ ترڅو د هغه سره سم نور اقدامات ترسره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu