د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د کنړ له والي سره په هغه ولایت کې د اوبو ا وانرژي د پروژو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۱۵:۵۳
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د کنړ له والي محترم مولوي قدرت الله ابو حمزه سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د کنړ والي د هغه ولایت د خلکو ستونزې او وړاندیزونه د وزارت د رهبري مقام سره شریک کړل او په هغه ولایت کې د اوبو او برېښنا پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د کنړ والي ته ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د کنړ ولایت د خلکو وړاندیزونو ته د اوبو د مدیریت او د انرژي د پراختیا  د پروژو د پلي کولو په برخه کې رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu