د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د چین هېواد له سفیر سره وکتل

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۳:۲۳
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور په افغانستان کې د چین هېواد له سفیر محترم جاو شینګ سره وکتل او په یوه غوڼده کې په داسې حال کې چې د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د دغه وزارت د مقام سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم او یو شمېر تخنیکي مسئولینو هم شتون درلود، د اوبو او انرژي په برخه کې د پروژو د پلي کولو لپاره د ګډو همکاریو په هکله خبرې، اترې وکړې.

په دغه غونډه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ غوره اقتصادي او سوداګریزو اړیکو ته په اشارې سره، د ګډو همکاریو د پراختیا په ځانګړې توګه په لوګر ولایت کې د مس عینک پروژې د اړتیا وړ برېښنا د چمتو کولو لپاره په کاپیسا ولایت کې د باغدرې برېښنا بند او د سروبي 2 برېښنا بند په پروژو کې د پانګونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د مس عینک پروژې د اړتیا وړ برېښنا د چمتو کولو په برخه کې د نوموړو پروژو پلي کول اړین وګڼل او ډاډ یې ورکړ، چې د اوبو او انرژي وزارت د دغو پروژو د پلي کولو لپاره اړین چمتووالی لري.

ښاغلي منصور د عملي کارونو د پیل په موخه د چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه، چې که چینایي شرکتونه د نوموړو پروژو په پلي کولو کې اړین جدیت او هوډ وښیې دغه وزارت به په راتلونکي کې له چینایي شرکتونو سره د پانګونې لپاره د لازیاتو پروژو تړونونه لاسلیک کړي.

په ورته مهال، د چین سفیر هم د یادو پروژو د پلي کولو په برخه کې د وزارت رهبري مقام ته د همکاري ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې چینایي شرکتونه به پر نوموړو پروژو باندې د پانګونې لپاره اړین اقدامات ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۵۰
Background image

په ګذرې او پښتون زرغون ولسوالیو کې د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د عادلانه وېش په موخه څارنه وشوه

د لاندني هریرود- مرغاب سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او ورسره مل تخنیکي ټیم د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د هرات ولایت په پښتون زرغون او ګذرې ولسوالیو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندز ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له پلې شوې پروژې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالي په نجم الدین برزنګي سیمه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بدخشان ولایت د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.

ه. . .

بیرته تګ

User account menu