د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د چین له سفیر سره د اوبو او انرژي په پروژو کې د همکاریو د دوام او پراختیا په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۶ - ۱۱:۲۰
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې په کابل کې مېشت د چین هېواد له سفیر ښاغلي ژاوشینک سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، دواړو لورو د اوبو او انرژي پروژو په ځانګړې توګه د کاپیسا ولایت د باغدرې برېښنا بند پروژې، د بامیان ولایت د ۲۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې او د افغانستان په نورو ولایتونو کې د لمریزې برېښنا پروژو د پلي کولو په برخه کې د همکاریو د پراختیا او دوام په هکله خبرې وکړې.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې د چین هېواد سفیر ته د اړینو همکاریو ډاډ ورکړ او د دغو همکاریو په پراختیا او دوام باندې ټینګار وکړ. هغه د ارزګان او پکتیا ولایتونو د خلکو اړینو اړتیاوو ته په اشارې سره د چین هېواد له سفیر څخه وغوښتل چې په نوموړو ولایتونو کې د ۱۰ میګاواټه او ۵ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژو په پلي کولو کې هم همکاري وکړي.

په ورته مهال، د چین هېواد سفیر هم د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام د دوامدارو همکاریو په ستایلو سره یادونه وکړه، چې د بامیان ولایت د لمریزې برېښنا پروژې د پلي کولو لپاره اړین چمتووالی په بشپړ ډول نیول شوی او په نږدې راتلونکې کې به پرانیستل شي. هغه همدارنګه ژمنه وکړه، چې چین هېواد به خپلې همکاري په افغانستان کې د انرژي پراختیایي پروژو د پلي کولو په برخه کې زیاتې کړي.

د یادونې وړ ده، چې  اوسمهال د باغدرې بند د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعاتو چارې د یوه چینایي شرکت له لوري په سیمه کې په ښه توګه روانې دي او په نزدې راتلونکې کې به د بامیان ولایت د لمریزې برېښنا پروژې عملي چارې هم پیل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu