د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نیمروز ولایت د چهار برجک ولسوالي له مشرانو سره وکتل

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱ - ۱۴:۱۱
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور د یادې ولسوالي له مشرانو سره په لیدنه کې په نیمروز ولایت کې د اوبو د کموالي د ستونزې په هکله خبرې وکړې.

د نیمروز ولایت د چهار برجک ولسوالي مشرانو په دغه لیدنه کې په نیمروز ولایت کې یې د اوبو د کموالي ستونزه ډيره جدي وبلله او د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام څخه یې خپلو ستونزو ته د رسیدګي غوښتنه وکړه.

له نوموړو مشرانو څخه یو شمېر وویل چې د چهار برجک ولسوالي خلک آن د څښاک  اوبو ته هم لاسرسی نلري او د څښاک اوبو د موندلو لپاره له ډېرو کړاوونو سره لاس او ګریوان دي.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر اقلیمي بدلونونو او پرله پسي وچکالیو ته په اشارې سره نوموړو مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې مونږ هڅه کوو د امکان ترحده پورې د نیمروز ولایت د خلکو ستونزو ته رسیدګي وشي.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د افغانستان د بلوڅانو د انسجام سرتاسري شورا غړو د اوبو او انرژي د سرپرست وزیر سره په لیدنه کې په نیمروز ولایت کې د اوبو د کموالي ستونزه جدي وبلله او خپلو ستونزو ته یې  د رسیدګي غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۸
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارزګان له والي سره د پراختیایي پروژو په اړه لیدنه او خبرې وکړې

 ۱۴۴۸/۴/۱۳هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۴هـ ل

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب په خپل کاري دفتر کې د ارزګان ولایت له والي محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي صاحب سره لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

بیرته تګ

User account menu