د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نیمروز له والي سره وکتل

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۴:۲۳
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د نیمروز له والي محترم شیخ محمد قاسم خالد سره وکتل او په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په هکله یې خبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې، د نیمروز والي د اوبو او انرژي وزارت کړنې د ستایلو وړ وبللې او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د چکډمونو د پروژو په لاره اچول او پلي کول يې د اوبو د مدیریت او د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د پياوړتیا په برخه کې یو مثبت ګام وباله. همدارنګه، هغه په دغه لیدنه کې د اوبو او انرژي پروژو په برخه کې د نیمروز ولایت د خلکو ستونزو ته اشاره وکړه او د وزارت د رهبري مقام څخه یې د همکاري غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نیمروز والي ته ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د هغوی ستونزو ته رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۵۰
Background image

جوزجان ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي اړوند دینار کلي کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې چې ۹۴۰ متره اوږدوالی لري، د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي په شتون کې ګټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۴
Background image

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس د جوزجان له والي سره وکتل

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي د جوزجان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي سره یې وکتل.

 په دغه لیدنه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

زابل ولایت کې د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې 75 سلنه پرمخ تللې دي

د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالکریم ذوالفقار او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

بیرته تګ

User account menu