د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نورستان ولایت له یو شمېر علماو او قومي مشرانو سره وکتل

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۴:۴۳
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالي له یو شمېر علماو او قومي مشرانو سره وکتل په هغه ولایت کې په ځانګړې توګه په کامدیش ولسوالي کې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالي علماو او قومي مشرانو د اوبو او انرژي د سرپرست وزیر سره په لیدنه کې په هغې ولسوالي کې د اوبو بند د جوړولو او د برېښنا رسونې پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړي ولسوالي علماو او قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې په نوموړې ولسوالي کې د بند جوړولو لپاره سروې ترسره شوې او پر ډیزاین باندې کار روان دی او د راتلونکي کال په بودجه کې به شامل شي او له هغو سره یې د شته امکاناتو او متوازنې پراختیا په پام کې نیولو سره د هر راز همکاري ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۱۷
Background image

ارزګان ولایت کې د آغاجان بند د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعات وڅېړل شول

محترم مولوی خلیل الرحمن عمري، د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت چنارتو ولسوالي ته د آغاجان بند د محور د سیمې د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعاتو د څېړلو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې بېرته پیل شوې

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې چې د ۱۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت په ۱۴۰۴ هـ ل کال کې پیل شوې وي، او د ژمي د سړې هوا له کبله ځنډول شوې وي، بېرته پیل شوې.

اوسمهال د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۳۸
Background image

د پکتیا د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره د اوبو په برخه کې د پروژو د پلي‌کولو غوښتنې شریکې شوې

د پکتیا د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل او د هغې ولسوالي د اوبو د مدیریت په موخه د. . .

بیرته تګ

User account menu