د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د لوګر له والي، مشرانو او یو شمېر علماوو سره وکتل او په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په هکله خبرې وکړې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۶:۲۱
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د لوګر له والي محترم مولوي ضیاالرحمن مدني، د سرې میاشتې عمومي رئيس محترم شیخ شهاب الدین دلاور، د کورنیو چارو  وزارت معین محترم مولوي عبدالله مختار، د لوګر د علماوو شورا رئيس محترم شیخ شریف او د دغه ولایت له یو شمېر علماوو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د لوګر والي، مشرانو او علماوو په نوموړي ولایت کې د اوبو او انرژي وزارت کړنې وستایلې او په هغه ولایت کې د لا زیاتو پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په لوګر ولایت کې د دغه وزارت کړنو ته په لنډه توګه اشاره وکړه، او یادونه یې وکړه چې تر اوسه پورې په نوموړي ولایت کې د دغه وزارت له لوري ګڼ شمېر پروژې پلي شوې، چې کولای شو د خروار او سرخاب بندونو د پروژو د لومړي فاز د ساتنې او څارنې او د لوګر ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ۱۲ چکډمونو د پروژو یادونه وکړو.

ښاغلي منصور د لوګر والي، مشرانو او علماوو ته ډاډ ورکړ، چې په نږدې راتلونکې کې هم د متوازنې پراختیا په پام کې نیولو سره به د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په برخه کې اړین اقدمات تر لاس لاندې ونیول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۱
Background image

د لوگر ولایت د سرخاب ذخیروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې تخنیکي وضعیت ارزونه ترسره شوه

د اوبو او انرژي وزارت ګډ تخنیکي پلاوی د اوبو پروژو د کیفیت د کنټرول رئيس محترم مفتي عبدالرحمن منیب تر مشري لاندې او ورسره مل د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم قاري حجت الله زبیر او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۱۴
Background image

د سرپل ولایت درېيو ولسوالیو ته د برېښنا رسولو پروژې چارې د نږدې ۹ سوه میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۲/ ذوالقعده/ ۱۴۴۷هـ ق

۹/ ثور/ ۱۴۰۵ هـ ل

د سرپل ولایت د ګوسفندي، سوزمه قلعه او سنګ‌چارک ولسوالیو ته د برېښنا رسولو پروژې چارې د ۸۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزیر محترم. . .

بیرته تګ

User account menu