د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د شاه توت(للندر) بند له سیمې څخه لیدنه وکړه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۲ - ۱۰:۳۱
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور د دغه وزارت له یو شمېر رئیسانو او تخنیکي مسؤلینو سره د شاه توت (للندر) د اوبو لګولو او برېښنا د تولید بند له سیمې څخه لیدنه وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړي بند له سیمې څخه د لیدنې پرمهال د هغه ارزښت د کابل ښاریانو لپاره حیاتي وګاڼه او ټینګار یې وکړ، چې اړینې هڅې ترسره کېږي؛ ترڅو ډېر ژر د هغه د ودانیزو چارو د پلي کولو لپاره زمینه چمتو شي.

د شاه توت (للندر) د اوبو لګولو او برېښنا د تولید بند د اوبو او انرژي وزارت له سترو پروژو څخه ده چې د کابل په چهار آسیاب ولسوالي کې د څښاک اوبو د چمتو کولو، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د برېښنا انرژي د تولید په موخه په لاره اچول شوې ده.

نوموړی بند د ۹۲ مترو په لوړوالي سره د ۱۴۶ میلیون متره مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري، چې د ګڼ شمېر کابل ښاریانو لپاره د څښاک اوبو پر برابرولو برسېره به ، کابو  ۲۰۸۰ ( دوه زره او اتیا) هکتاره کرنیزه ځمکه تر خړوبولو لاندې راشي او څه د پاسه دوه میلیونه خلک به ورڅخه برخمن شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۸
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارزګان له والي سره د پراختیایي پروژو په اړه لیدنه او خبرې وکړې

 ۱۴۴۸/۴/۱۳هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۴هـ ل

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب په خپل کاري دفتر کې د ارزګان ولایت له والي محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي صاحب سره لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

بیرته تګ

User account menu