د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د سپین زر تولیدي شرکت له رئيس سره وکتل

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۱ - ۱۵:۲۵
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د سپین زر تولیدي شرکت له رئيس محترم اسدخان سره د ګازو او لمر  سرچینو څخه د برېښنا د تولید په هکله خبرې وکړې.

په یاده کتنه کې، د سپین زرتولیدي شرکت رئيس د خپلو طرحو او پروپوزلونو په اړه د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ته اړین معلومات وړاندې کړل او د وزارت له رهبري څخه یې د همکاري غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړي شرکت د لېوالتیا ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې ډېر ژر دې درې اړخیز هوکړه لیک د اوبو او انرژي وزارت، کانونو او پټرولیم وزارت او د یاد شرکت ترمنځ لاسلیک شي؛ ترڅو اړینې همغږي رامنځته او د چارو د چټکتیا لپاره اړینې آسانتیاوي چمتو شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu