د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د سمنګان له والي سره په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۶:۱۴
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د سمنګان له والي محترم الحاج دا ملا محمد شعیب رسالت سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د سمنګان والي د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره اوبو او برېښنا پروژو په برخه کې د هغه ولایت د خلکو ستونزې او اړتیاوې شریکې کړې او په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي پراختیایي پروژو پلي کولو غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د سمنګان والي ته ډاډ ورکړ، چې شته امکاناتو او متوازني پراختیا ته په کتو سره به د نوموړي ولایت د خلکو ستونزو هوارولو په برخه کې د دغه وزارت له لوري اړینه پاملرنه وشي. هغه زیاته کړه، چې د سمنګان ولایت د کیلي اوبو بند پروژه د دغه وزارت په بودجوي پلان کې شامله شوې او په راتلونکي کې به یې د امکاناتو په چمتو کېدو سره چارې پيل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۵۰
Background image

جوزجان ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي اړوند دینار کلي کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې چې ۹۴۰ متره اوږدوالی لري، د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي په شتون کې ګټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۴
Background image

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس د جوزجان له والي سره وکتل

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي د جوزجان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي سره یې وکتل.

 په دغه لیدنه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

زابل ولایت کې د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې 75 سلنه پرمخ تللې دي

د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالکریم ذوالفقار او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

بیرته تګ

User account menu