د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د زولرستان شرکت له مسؤلینو سره وکتل

MEW-Media
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳ - ۱۶:۳۱
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور د زولرستان عمومي شرکت رئيس محترم عبدالقدیر بارکزي او د نوموړي شرکت له یو شمېر نورو مسؤلینو سره وکتل او په کندهار ولایت کې یې د ۱۵ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د ستونزو د هوارولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

همدارنګه په یاده لیدنه کې د زولرستان شرکت عمومي رئيس د خپلو فعالیتونو او کړنو په هکله معلومات وړاندې کړل او د اوبو او انرژي له وزارت سره یې د خپلو همکاریو دوام ته لېوالتیا څرګنده کړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د انرژي پروژو د پلي کولو په برخه کې د هغوی د همکاریو د دوام او پراختیا د لېوالتیا څرګندولو ستاینه وکړه او هغوی ته یې ډاډ ورکړ، چې د هغوی د ستونزو د هوارولو په برخه کې به هم اړینې پلټنې ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

بیرته تګ

User account menu