د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ریاست الوزرأ له کفیل او سیاسي مرستیال سره وکتل

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۴ - ۱۷:۴۵
1

. د اوبو او انرژي سرپرست وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن د ریاست الوزرأ له کفیل او سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر سره په سپیدار ماڼۍ کې وکتل. په دغه کتنه کې محترم منصور صاحب د اوبو او انرژي وزارت د لاس ته راوړنو، پرمختګونو او راتلونکو پلانونو په هکله د ریاست الوزرأ سیاسي مرستیال ته مفصل معلومات وړاندې کړل. د ریاست الوزرأ سیاسي مرستیال او کفیل له نوموړي څخه د مننې په ترڅ کې وویل چې د اوبو او انرژي وزارت د افغانستان له مهمو وزارتونو څخه دی او د هېواد په پرمختګ کې مهم رول لري. د ریاست الوزرأ سیاسي مرستیال زیاته کړه چې د اقلیم د بدلون لپاره د آمادګي په خاطر دې د اوبو او انرژي سرچینو مدیریت ته لمړیتوب ورکړل شي. د لیدنې په پای کې د ریاست الوزرأ کفیل او سیاسي مرستیال د اړونده چارو په هکله محترم منصور صاحب ته اړینې سپارښتتې وکړي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۵۰
Background image

جوزجان ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي اړوند دینار کلي کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې چې ۹۴۰ متره اوږدوالی لري، د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي په شتون کې ګټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۴
Background image

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس د جوزجان له والي سره وکتل

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي د جوزجان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي سره یې وکتل.

 په دغه لیدنه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

زابل ولایت کې د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې 75 سلنه پرمخ تللې دي

د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالکریم ذوالفقار او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

بیرته تګ

User account menu