د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه له دارالایتام څخه د فارغ شوو حافظانو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ.

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۹ - ۱۵:۵۹
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور تېره ورځ د میدان وردګو ولایت د سیدآباد والسوالۍ تنګي درې د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه دارالایتام  څخه د فارغ شوو حافظانو د دستاربندي په مناسبت هغه غونډه کې ګډون وکړ چې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د میدان ورګو والي قاري بختیار معاذ او ګڼ شمېر قومي مخورو، علمي او جهادي شخصیتونو او د سیمې اوسیدونکو پکې برخه اخیستې وه.

دا چې په نوموړي دارالایتام کې په سلګونو تنه یتیمان په عصري او دیني زده کړو بوخت دي، تېره ورځ د حافظانو فراغت غونډه ترسره شوه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د حافظانو کورنیو ته د مبارکۍ تر څنګ د یتیمانو پالنه خپله دیني او ملي وجیبه وبلله او ټینګار یې وکړ چې په نوموړې برخه کې به هر اړخیزه مرسته کوي او د یتیمانو پالنه یې د ټولنې د هر فرد مسؤلیت وبالهٔ.

دا چې د نوموړي دالایتام رغنیزې چارې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم الحاج انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده په مالي ملاتړ پیل شوې وې؛ د جومات، کمپیوټر لب او د دارالایتام ودانۍ په شمول بشپړې او ګټه اخیستنې ته وسپارل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۸
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارزګان له والي سره د پراختیایي پروژو په اړه لیدنه او خبرې وکړې

 ۱۴۴۸/۴/۱۳هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۴هـ ل

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب په خپل کاري دفتر کې د ارزګان ولایت له والي محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي صاحب سره لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

بیرته تګ

User account menu