د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ترکمنستان هېواد له پلاوي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پروژو په هکله خبرې وکړې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۶:۲۸
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور په یوې ناستې کې د ترکمنستان هېواد د انرژي د نړیوالو پروژو له رئيس محترم مراد ارتیکوف سره د ټاپ سیمه ییزې پروژې، د برېښنا د انتقالي مزو پروژې او د نورالجهاد سب سټیشن پروژې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه ناسته کې د نوموړو پروژو د ارزښت د یادونې ترڅنګ د هغوی د پلي کولو په برخه کې د همکاري ژمنه وکړه.

ښاغلي منصور ټینګار وکړ، غوره ده چې د ټاپ پروژې د پلي کولو په برخه کې د همغږۍ په موخه ډېر ژر د درې واړو هېوادونو( ترکمنستان، افغانستان او پاکستان) ترمنځ ګډه ناسته جوړه شي.

په ورته مهال، د ترکمنستان هېواد د انرژي د نړیوالو پروژو رئيس د ټاپ سیمه ییزې پروژې په هکله د درې اړخیزې ناستې د وړاندیز په تائید سره د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ته ډاډ ورکړ، چې د ترکمنستان هېواد له افغانستان سره د ګډو همکاریو دوام او پراختیا ته ژمن دی.

ښاغلي مراد د برېښنا د انتقالي مزو پروژو د چارو د پرمختګ وضعیت غوره وګاڼه او څرګنده یې کړه، تمه ده چې د نورالجهاد سب سټیشن او د هرات ولایت د ۱۱۰ کیلو ولټ انتقالي مزي چارې تر راتلونکي ژمي پورې بشپړې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu