د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د بلخ ولایت له مخورو سپین ږیرو، ځایي مسؤولینو او قومي مشرانو سره وکتل

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۶ - ۸:۵۴
1

 د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف “منصور” د شمال  عمومي سیندیزې حوزې ریاست کې، د بلخ ولایت له مخورو سپین ږیرو، ځایي مسؤولینو او قومي مشرانو سره پۀ داسې حال کې چې د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس محترم انجنیر رفیع الله مجتبی، د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت او د بلخ سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي موسی جان حقبین یې ملتیا کوله، وکتل.

په یاده لیدنه کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د یاد ولایت د مخورو سپین ږیرو او قومي مشرانو غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې واوریدل، او د یاد ولایت په ډېمونو، چکډېمونو، کانالونو او د اوبو او برېښنا د ستونزو په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په ورته مهال ، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د یاد ولایت مخورو سپین ږیرو او قومي مشرانو ته د متوازن انکشاف او شته امکانانو په پام کې نیولو سره د دوی ستونزو ته د رسیدګۍ ډاډ ورکړ.

همدارنګه په أخر کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل او په یاد ولایت کې د اوبو او انرژي وزارت اړوند چارو په هکله رسنیو ته بشپړ معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۸
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارزګان له والي سره د پراختیایي پروژو په اړه لیدنه او خبرې وکړې

 ۱۴۴۸/۴/۱۳هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۴هـ ل

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب په خپل کاري دفتر کې د ارزګان ولایت له والي محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي صاحب سره لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

بیرته تګ

User account menu