د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د بامیان له والي سره په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي د پروژو په هکله خبرې وکړې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۶:۷
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د بامیان له والي محترم مولوي عبدالله سرحدي او د بامیان د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس محترم الحاج ملا محمد داود علي سره وکتل او په هغه ولایت کې یې د اوبو د مدیریت او د انرژي د پراختیا پروژو په هکله خبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې، د بامیان والي او د نوموړي ولایت د سیندیزې فرعي حوزې رئيس د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په برخه کې د خلکو ستونزې او وړاندیزونه د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره شریک کړل او په هغه ولایت کې یې د اوبو د بندونو او د برېښنا رسونې پروژو دپلي کولو غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر هغوی ته ډاډ ورکړ،چې شته امکاناتو ته په کتو سره به په بامیان ولایت کې د اوبو او برېښنا پروژو د پلي کولو په برخه کې رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۲۰:۵۱
Background image

په اوبو او انرژي وزارت کې د قرآن عظیم الشان ختم وشو.

۱۱/۹/۱۴۰۴ ه ش

د وزیرصاحب د روغتیا موندنې دشکرانې په پار د اوبو او انرژي وزارت کې

 د قرآن عظیم الشان د ختم مراسم د اوبو او انرژي  وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، مولوی  محمد نقیب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۶:۳۸
Background image

په خوست ولایت کې د اوبو سرچینو سروې او معلومات را ټول شول.

د خوست ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکی ټیم  لخوا د ۷ هایدرومیتورولوژي استیشنونو او ۳۸ څارنیزو خصوصی څاګانو خام معلومات راټول شول ، همداراز د مرکز په شمول د ټینو او ګربزو ولسواليو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۶:۴
Background image

د بامیان ولایت مرکز کې د حمامونو څارنه ترسره شوه.

د بامیان ولایت د اوبو او انرژي ریاست د څارنې ټيم ددغه ولایت په مرکز کې د ۶ بابه حمامونو څارنه وکړه.

یاد ټیم د حمامونو خاوندانو ته د اوبو په استعمال کې د سپما په هلکه اړینې لارښوونې. . .

بیرته تګ

User account menu