د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ایران هېواد د سفارت له سرپرست سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۳:۱۰
1

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې  د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت له سرپرست محترم علي رضا بیکدلي سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو همکاریو د مخنې یادونه وکړه او د هغه د پراختیا او دوام په ځانګړې توګه په افغانستان کې د اوبو او انرژي پراختیایي پروژو په پلي کولو باندې ټینګار وکړ.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ایران اسلامي جمهوریت سفیر ته ډاډ ورکړ، چې اوسمهال په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو ده او اسلامي امارت هم د پراختیایي او اقتصادي همکاریو د پراختیا په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو سره یې هر کلی کوي.

په ورته مهال، د ایران اسلامي جمهوریت سفیر هم په دغه لیدنه کې څرګنده کړه، چې ایران هوډ لري چې له افغانستان سره د اوبو او انرژي د پراختیایي پروژو د پلي کولو په برخه کې همکاري وکړي.

همدارنګه، په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو په پراختیا باندې د ټینګار ترڅنګ د اوبو د کموالي او وچکاليو د مسائلو په هکله هم بحث او د اندونو تبادله وشوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu