د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د افغانستان د بلوچانو د سرتاسري شورا له رئيس او غړو سره د اوبو او برېښنا په برخه کې  د هغوی د ستونزو د هوارولو په هکله خبرې وکړې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۷:۱۸
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د افغانستان د بلوچانو د سرتاسري شورا له رئیس او غړو سره چې له څو ولایتونو څخه دغه وزارت ته راغلي وه، لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې، د نوموړې شورا رئيس او غړو د اوبو د کموالی او برېښنا ته د نه لاسرسي په برخه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د وزارت د رهبري له مقام سره شریک کړل.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر هغوی ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت د هېواد لرو پرتونو او محرومو ولسوالیو ته ځانګړې پاملرنه لري او په دې برخه کې یو مشخص کمېسیون هم جوړ کړی، ترڅو د هغو ولسوالیو ستونزو ته رسیدګي وشي. هغه زیاته کړه، چې د هغوی د ستونزو د هوارولو په برخه کې به چې په دغه وزارت پورې اړوند وي، شته امکاناتو ته په کتوسره رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu