د اوبو او انرژي سرپرست وزير هرات ولايت ته سفر وکړ

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۸:۴۲
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزير محترم الحاج ملا عبداللطيف منصور هرات ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له والي، د هريرود- مرغاب عمومي حوزوي رٸيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا او د هرات د اوبو او انرژي له رٸيس محترم مولوي سردار عزيزي سره وکتل٠

د اوبو او انرژي سرپرست وزير د هرات له والي سره په ليدنه کې په دغه ولايت کې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په هکله د بحث ترڅنګ، له ايران هېواد څخه د راستنېدونکو مهاجرينو د ستونزو د هوارولو په هکله هم خبرې، اترې وکړې٠

همدارنګه، د اوبو او انرژي سرپرست وزير د هريرود مرغاب عمومي حوزوي رٸيس په ملتيا د بخش آباد بند پروژې د چارو له بهير څخه ليدنه وکړه او د دغه بند د انحرافي تونلونو د چارو پر بشپړېدو باندې ټينګار وکړ، او اړوندو مسٶلينو ته يې اړينې لارښوونې وکړې٠

په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزير د فراه ولايت له يو شمېر قومي مشرانو سره وکتل او د هغوى ستونزې او وړانديزونه واورېدل، او له هغوى سره يې شته امکاناتو ته په کتو سره د ستونزو او وړانديزونو ته د رسيدګي په برخه کې د همکاري ژمنه وکړه٠

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu