د اوبو او انرژي او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو د رهبري ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲ - ۱۵:۴۳
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور  په یوې ناستې کې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر محترم الحاج نورالدین عزیزي سره د اوبو او انرژي په  پروژو کې د پانګونې چارو د پرمخ وړلو په موخه خبرې اترې وکړې.

په دغه ناسته کې،  د انتقالي مزو په پروژو کې د پانګونې لپاره د زمینې د چمتو کولو، د ډبرو سکرو او ګازو سرچینو څخه د برېښنا د تولید ، له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې او  اوبو او انرژي وزارت پورې اړوند یو شمېر نورو پروژو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر په دغه ناسته کې د نوموړو پروژو د پلي کولو لپاره د یو شمېر بهرنیو او کورینو پانګوالو شرکتونو له چمتووالي څخه خبر ورکړ او د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې جلبول یې د خپل کاري لومړیتوبونو څخه وګڼل.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د اوبو او انرژي پروژو ارزښت ته په اشارې سره په نوموړو پروژو کې د پانګونې چارو د پرمخ وړلو په هکله ډاډ ورکړ او  د چارو پر چټکتیا باندې یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۸
Background image

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې ودانیزې چارې ۵۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۷/۱۲/۲۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۶ هـ ش

 د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu