د اوبو اوانرژي وزارت سرپرست وزیر د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالي له قومي مشرانو سره وکتل

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۳ - ۱۰:۴۰
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالي له قومي مشرانو سره وکتل او په یاده لېدنه کې د زرمت ولسوالي اړوند د پروژو د تطبیق او ستونزو د حل په هکله خبرې اترې وکړې.

په یاده لېدنه کې د زرمت ولسوالي قومي مشرانو خپلې ستونزې او وړاندېزونه د اوبو او انرژي وزارت د رهبري سره شریکې کړې او د پروژو د تطبیق او د پکتیا ولایت مرکز ته د زرمت ولسوالي د سړک د ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.

په دې لېدنه کې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د اسلامي امارت د مجاهدینو سره د زرمت ولسوالي د خلکو د دوامداره همکاریو، مرستو او هڅو ستاینه وکړه او په راتلونکې کې هم د زرمت خلکو د دوامداره همکاري غوښتنه يې وکړه. ښاغلي منصور د یادې ولسوالي قومي مشرانو ته ډاډ وکړ چې دغه وزارت په خپل راتلونکې پلان کې په پکتیا ولایت کې د اوبو بندونه پلې کوي چې د پنځه بندونو له جملې څخه د دوو بندونو سروې او تخنیکي چارې یې پای ته رسیدلې او ژر به یې کارونه پیل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۳:۳۹
Background image

بامیان او میدان وردګو ولایتونو کې د اوبیزې برېښنا د تولید لپاره لومړنۍ امکان‌ سنجۍ سروې ترسره شوه.

د اوبو او انرژي  وزارت یو پلاوي د انرژي د تنظیم آمریت مرکزي زون (بامیان) له استازي سره یو ځای، د بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالي د باریکي کلي او د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالي د تنګي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۱۳
Background image

ننګرهار ولایت کې د دوو اوبیزو برېښنا بندونو د بیا رغونې سروې وشوه.

د ننګرهار ولایت د شیرزاد او حصارک ولسوالیو دوه کوچني اوبیز برېښنا بندونه چې د تجهیزاتو تخریب او تخنیکي ستونزو له امله له فعالیت څخه لوېدلي، د اوبو او انرژي ریاست تر چترلاندې د ختیځ زون. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۵۸
Background image

لوګر ولایت کې د استنادي دیوال تخنيکي سروې ترسره شوه.

د لوګر ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د څرخ ولسوالي د آبځوښ سپين ديوال کلي د استنادي ديوال تخنيکي  سروې ترسره کړه.

ددغې پروژې په تطبیق سره به لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه د سیلاب. . .

بیرته تګ

User account menu