د انرژي معینیت د ځینو اړینو موضوعاتو د څېړنې په موخه د یاد معینیت اداري ناسته ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۴ - ۱۴:۵۸
1

یاده ناسته د وزارت د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز تر مشرې لاندې د یاد معینیت د رئيسانو او ټولو تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې، د یو شمېر اړینو موضوعاتو په ځانګړې توګه د انرژي سکتور د پراختیا لپاره د پنځه کلن عملیاتي پلان کار د پیل په هکله چې په هېواد کې د انرژي د تنظیم، پراختیا، ودې، وېش او متوازن لېږد لپاره چمتو شوی دی، بحث او د اندونو تبادله ترسره شوه او اړوندو مسؤلینو ته د هغه د غوره پلي کولو په هکله اړین هدایات ورکړل شول.

د ناستې په دوام کې، د کلیو پراختیا وزارت په همکاري سره د وړو پروژو د پلې کولو، د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالي کې د مایکرو هایدرو پارو دستګاه، په بدخشان ولایت کې شورابک بند پروژې د څېړلو او د نورو بېلابېلو تخنیکي موضوعاتو په هکله خبرې اترې وشوې.

د وزارت د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز، د ناستې د غړو د اندونو تر اورېدلو وروسته، د عملیاتي پلان د چارو دچټکتیا او د انرژي سکتور د پنځه کلن پلان د پلي کولو لپاره په اغېزمنو هڅو باندې ټینګار وکړ او  اړوندو مسؤلینو ته يې مشخصي دندې وسپارلې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu