د انرژي معینیت د غونډو سرپرست او د دغه معینیت یو شمېر رئيسانو د یوه ترکي شرکت له مسؤلینو سره د انرژي په پروژو کې د پانګونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۳:۵۱
1

د انرژي معینیت د غونډو سرپرست او د پایدارې انرژي عمومي رئیس محترم مولوي عزیزالله سهار او د دغه معینیت یو شمېر نورو رئيسانو د مرصوص شرکت له مسؤلینو سره چې د ترکيې د کارموندنې او سوداګري اخلاق د ټولنې غړیتوب لري؛ لیدنه وکړه او د انرژي په پروژو کې يې د پانګونې په هکله خبرې، اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې، د انرژي معینیت د غونډو سرپرست هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د اوبو او انرژي وزارت په هېواد کې د انرژي د پراختیا په برخه کې د هغوی د لېوالتیا هرکلی کوي او په دې برخه کې به هر راز همکاري ته چمتو وي.

په ورته مهال، د نوموړې ټولنې یو مسؤل په هېواد کې د انرژي په پروژو کې د خپلې پانګونې لېوالتیا په څرګندلو سره په دې برخه کې خپله همکاري څرګنده کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu