د انرژي معینیت د بېلابېلو چارو د چټکتیا په موخه فوق العاده ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز تر مشرې لاندې د نوموړي معینیت د رئيسانو او ټولو تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې د انرژي سکتور د پراختیا پنځه کلن عملیاتي پلان د چارو د چټکتیا او د یاد معینیت د یو شمېر نورو اړینو تخنیکي موضوعاتو په اړه بحث او د اندونو تبادله وشوه.
د ناستې په بهیر کې، رئيسانو د پورتنیو موضوعاتو د کاري پرمختګ په هکله خپل راپور وړاندې کړ او وروسته، د دفتر عمومي رئيس د چارو د چټکتیا په موخه اړینې سپارښتنې او هدایات ورکړل.
د یادونې وړ ده، چې د پنځه کلن عملیاتي پلان د کاري بهیر په هکله په ورځنۍ توګه د رهبري مقام ته راپور وړاندې کېږي.