د انرژي معینیت اونیزه تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۷ - ۱۲:۳۸
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي ملا محمد عیسی ثاني تر مشري لاندې د یاد معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او یو شمېر تخنیکی مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې د یاد معینیت پر څو اړینو  تخنیکي موضوعاتو لکه: د برېښنا تعرفې وروستي کول، د پانګونې په موخه د انرژي پروژو اعلان ته سپارل او یو شمېر نورو تخنیکي او اداري موضوعاتو په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.

د انرژي معین د تېرو ناستو د پریکړو په هکله د مسؤلینو او رئيسانو د راپورونو د اجراآتو تر څېړلو وروسته، د برېښنا شرکت سره د برېښنا تعرفې د وروستي کولو، په پکتیکا ولایت کې د ۵ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د لومړي فاز اعلان ته سپارلو او د جوزجان ولایت په قرقین او خماب ولسوالیو کې د برېښنا رسولو پروژې په هکله اړین هدایات ورکړل.

د یادولو وړ ده، چې دا تخنیکي ناستې په اونۍ کې یوځل ترسره او پکې د انرژي څانګې تر ټولو اړینو موضوعاتو باندې بحث او د نظر تبادله کېږي او د لازمو اقداماتو د ترسره کولو په موخه اړین تصمیونه نیول کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu