د انرژي معینیت اونیزه تخنیکي او اداري ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۲ - ۱۵:۲۴
1

دغه ناسته د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت د غونډو وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز تر مشري لاندې د رئيسانو او د دغه معینیت د یو شمېر نورو تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې تر ۵۰۰ کیلوواټو پورته وړتیا لرونکو د برېښنا د تولید پروژو د طرحې پلي کولو او د هغوی د ساتنې او مراقبت لپاره د کړنلارې چمتو کولو، د انرژي سکتور د ستونزو هوارولو لپاره د شونو حل لارو موندلو او د هېواد د انرژي سکتور د پراختیا لپاره د کړنو د چټکتیا او چارو د انسجام په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د ناستې په ترڅ کې اړوندو رئیسانو او مسئولینو خپل اندونه وړاندې کړل او د هغوی د ګزارشونو او معلوماتو تر اورېدو وروسته، د چارو د ښه والي او چټکتیا په موخه اړینې پریکړې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu