د انرژي معینیت اونیزه تخنیکي او اداري ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۵ - ۱۴:۱۹
1

دغه ناسته د دفتر د عمومي رئيس او د انرژي معینیت د غونډو د وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز تر مشري لاندې د رئيسانو او د دغه معینیت د یو شمېر نورو تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د هغو موضوعاتو په هکله چې په تېره ناسته کې یې په هکله اړینې پریکړې شوې وي او د هغوی د ترسره کولو لپاره مشخصي کمېټې ټاکل شوې وي، بحث او د اندونو تبادله وشوه او ټاکل شوو کمېټو د خپلو اجراآتو د پرمختګ د وضعیت په هکله معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه د ناستې په بهیر کې،د برېښنا انرژي د تولید او لېږد د یو شمېر پروژو په هکله هم خبرې اترې وشوې، چې له پانګوالو سره د لا زیاتې همغږي او د انرژي سکتور د ستونزو د هوارولو په موخه اړین تصمیمونه ونیول شول.

د دفتر عمومي رئيس د رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو د اندونو تر اورېدو وروسته، د چارو د لا غوره ترسره کولو په موخه اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu