د انرژي معینیت اونیزه تخنیکي او اداري ناسته ترسره شوه

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۳:۵۸
1

دغه ناسته د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب تر رهبري لاندې د انرژي سکتور د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په شتون کې نن سه شبنې د غبرګولي په ۲۷ نېټه د دغه معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې په چارو کې انسجام، اړینو همغږیو او د انرژي پروژو غوره مدیریت تر بحث لاندې ونیول شول.

په دغه ناسته کې، د بحث د اصلي محورونو له ډلې څخه د انرژي پنځه کلن پراختیایي پلان نوی کول،  له خواجه الوان دښتې څخه د کابل تر ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي د تطبیقي چارو چټکتیا  او د ستونزو هوارول او همدارنګه د بدخشان انرژي اړوند اړین مسائل وو.

اړوندو مسؤلینو د انرژي پنځه کلن پراختیايي پلان د نوي کولو په هکله راپور ورکړ، چې د معینیت د ټولو رئيسانو او کارپوهانو اندونه را ټول شوي او نوموړی پلان د تائید لپاره د اسلامي امارت اقتصادي کمېسیون ته لېږل شوی او د دغه کمېسیون تر تائید وروسته به نوموړی پنځه کلن پلان نوی شي.

همدارنګه، د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي پروژې د پرمختګ په هکله اشاره وشوه، چې د دغې پروژې ټولنیزې ستونزې نژدې هوارې شوې او مدیریت یې په اغېزمنه توګه پرمخ ځي او تمه کېږي چې د دغې پروژې د مزي غځولو چارې ډېر ژر د ایم، بي، سي، سي قراردادي شرکت له لوري په سیمه کې پیل شي.

د ناستې په دوام کې، د بدخشان انرژي اړوندو اړینو موضوعاتو په هکله هم مفصلې خبرې، اترې وشوې او د چارو پرمختګ د چټکتیا په هکله اړین تصمیمونه ونیول شول.

دغه ناسته پر لا زیاتې همغږي او د انرژي پروژو د چارو د غوره ترسره کولو په ټینګار سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۶:۴۵
Background image

لوګر ولایت کې د دریو پروژې چارې د نږدې دوه سوه زره آمریکايي ډالرو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

لوګر ولایت کې د حسن کانال د ټينګښت، د لشکرخېلو کلي سیفون او د مغل‌خېلو کانال د پروژو چارې د ۱۹۸ زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړې او د لوګر والي محترم قاري صلاح الدین ایوبي، د لوګر د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۰:۱۰
Background image

د پنج آمو عمومي حوزوي ریاست کارمندانو د خپلو یوې ورځې معاش د کنړ ولایت له زلزله‌ځپلو سره د مرستې په موخه ورکړ

د پنج آموعمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د دغه ریاست له کارمندانو سره د کنړ ولایت له زلزله‌ځپلو سره د مرستې او همکاري په موخه ناسته ترسره او د نوموړې پېښې شهیدانو روح. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۷:۳
Background image

کونړ ولایت کې د وطلي کانال چارې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

د کونړ ولایت د اوبو او انرژي ریاست مسؤولینو د دغه ولایت په چپې درې کې د وطلي کانال د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره کړه.

د نوموړي کانال د جوړېدو چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیايي. . .

بیرته تګ

User account menu