د انرژي معینیت اونیزه تخنیکي او اداري ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۰ - ۱۴:۱۷
1

دغه ناسته د وزارت د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز تر مشرې لاندې د رئيسانو او د انرژي سکتور د مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د بېلابېلو اداري او تخنیکي موضوعاتو په ځانګړې توګه په کلیو کې د برېښنا د تولید د کوچنیو پروژو د څېړلو په موخه د کلیو او پراختیا وزارت سره د همغږۍ، په ولایتونو کې د هایدرولیکي معلوماتو د شریکولو په موخه د اوبو معینیت سره د اړینو همغږیو د رامنځته کولو او په ولایتونو کې د انرژي زونونو سره د برېښنا ریاستونو  د همغږۍ په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي د موضوعاتو تر ارزولو وروسته،  د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړین هدایات ورکړل او ټینګار یې وکړ، چې د انرژي سکتور د پراختیا پنځه کلن پلان د پلي کولو په موخه باید عملي ګامونه واخیستل شي.

همدارنګه په دغه ناسته کې، د انرژي معینیت اداري او تخنیکي تلپاتې غړې تثبیت شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۵:۳۲
Background image

په هلمند ولایت کې د نهرسراج کانال د سربند پروژې چارې شاوخوا ۴۸ سلنه بشپړې شوې دي

 

۱۴۴۸/۳/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۱ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو په سنګین ولسوالي کې د نهرسراج کانال د سربند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد سربند چارې چې د. . .

بیرته تګ

User account menu