د انرژي معینیت اونیزه اداري او تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۴:۵۷
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس  او د انرژي معینیت وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز، رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د انرژي سکتور اړوند یو شمیر مهم تخنیکي او اداري موضوعات وڅیړل شول او همدارنګه د مخکنيو پرېکړو لکه د برېښنا تعرفې د طرحې او سقف د وروستي کولو او د افغانستان د برېښنا انرژي د قانون د وروستۍ شوې نسخې په اړه د نظر غوښتنې په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي، د نوموړو موضوعاتو تر څیړلو وروسته د انرژي سکتور د چارو د ښه والي او چټکتیا په هکله رئیسانو او سلاکارانو ته اړینې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۸
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارزګان له والي سره د پراختیایي پروژو په اړه لیدنه او خبرې وکړې

 ۱۴۴۸/۴/۱۳هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۴هـ ل

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب په خپل کاري دفتر کې د ارزګان ولایت له والي محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي صاحب سره لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

بیرته تګ

User account menu