د انرژي معینیت اداري ناسته د یاد معینیت د څو اړینو موضوعاتو د څېړنې په موخه ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۳ - ۱۳:۱۴
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم ملا عبدالقاهر ادریس تر مشري لاندې د رئيسانو او د یاد معینیت د ټولو تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په یاده ناسته کې د څو اړینو موضوعاتو په ځانګړې توګه د انرژي سکتور د پنځه کلن پلان  د هر اړخیزوالي، د یاد پلان د ښه والي په موخه د تخنیکي کمیټو د رامنځته کولو، د انرژي زونونو لپاره د بودجوي پلان د رامنځته کولو او همدارنګه د پایښت لرونکي انرژي د نورو بېلابېلو موضوعاتو د پراختیا او پیاوړتیا په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم ملا عبدالقاهر ادریس د ناستې د غړو د اندونو تر آورېدلو وروسته، د انرژي سکتور د پراختیا په برخه کې  د اغېزمنو هڅو او د چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ او اړوندو مسؤلینو ته یې مشخصې دندې و سپارلي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu